IQNA

 د څواړخیز پالنې په سمینار کې د ایران د سوله غواړي رول په اهمیّت ټينګار شوی

16:48 - April 28, 2026
د خبر لمبر: 3492709
ایکنا-  د پاکستان یو شمیر څیړاندو او سیاسی شخصیّتونو د امریکا  د یواړخیز پال کړچار په محکومولو   او  د سیمې پر ملتونو  د هغوی د جنګ غواړو پایلو په محکومولو سره ،  له تل پاتې سولې اوثبات سره د مرستې لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د چورلیزي رول قدرونه او ستاینه وکړه.

ایکنانیوز د ایرنا  له قوله راپور راکړ،  د پاستان په پنډئ ښار کې د ؛ذوالفقارعلی بوټو ؛پوهنتون  په همت سره د سولې لپاره  دډيپلوماسیئ او د څو اړخیز پالنې په باب  ارزونې  یوه ورځنئ نړیوال سمینار  د پاکستان د سیاسی،علمي اوکلتوري شخصیتونو په ګډون سره ترسره شو.

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر او د آزاد کشمیر  دسیمې پخواني مشر سردار مسعود خان ، په پنډئ کې د ایران  د کلتوري خونې مسئ،ل  مهدي طاهري ، د ذوالفقارعلی بوټو علمي فاؤنډيشن ډایریکټر ډاکټر  آصف خان  ددغه سمینار اصلی وینا وال وو.

دغه علمي اوفکري ناسته  د څواړخیز پالوکړچارونو  د پیاوړتیا، دنړیوالوملګرتیاؤ اوسولې په باب  د نظر دتبادلې لپاره  په یوه پلیټ فارم بدل شو.

همداراز ددغه سمینار ترڅنګ  د ښونځیو ترمینځ  سیالۍته دلیږل شوو هنري  آثارو او نقاشیو  یو نندارتون چې د ایران د میناب ښونځي  د زده کونکو په یاد او د ایران دکلتوری خونې  په همت سره ترسره شوی ؤ، هم ترسره شو چې  د ګډون کونکو  دستاینې او د  دحاضرو کسانو  دخاص توجه وړ وګرځید.

ګډون کونکو  د ایران د میناب مدرسې د شهیدو انجونو اوهلکانو له کورنیو سره  دپیوستون اوهمدردئ په څرګندولو سره، دغه پيښه  د قربانیانو د یاد د ژوندي ساتلو لپاره یو ارزښتمن اقدام وباله  اوهمداراز ئې د امریکا او اسرائيلو له خوا  په میناب ښونځي  حمله په سخته محکومه کړه او په سیمې کې ئې  د سولې اوعدالت د ملاتړ په ضرورت ټينګار وکړ.

تاکید بر اهمیت نقش صلح‌جویانه ایران در همایش چندجانبه‌گرایی در پاکستان 

مهدي طاهری پخپلې وینا کې  ووئيل؛  د  سولې لپاره د ډيپلوماسۍ او څو اړخیز پالنې  دنړیوالې ورځې درنښت ، په حقیقت کې  د هماغې فکري جبهې  بیلګه   دی چې سیمه  اوس له بل هر وخت څخه زیات ورته اړتیا لري.هغه ووئیل مونږ اوس  د ایران په ضد دد امریکا اوصهیونیسټي رژيم  د  ائيتلاف له خوا  د یوه پراخ ګواښ  په درشل کې یوو،  البته اجازت راکړئ چې د تاریخ اوکلتور له کړکي  دغې پیښې ته یوه کتنه وکړو، هغه څه چې نن سبا  د پوځي ټاکنې په عنوان سره   مطرح کیږي، د یوه خوله ډيپلوماسۍ ناکامي ده.

مهدی طاهری ټينګاروکړ،د  امریکا په مشرئ لویدیځ او  د اسرائيلي جعلی  رژيم   د بقاء په موخې سره ، پر مینځني ختیځ  د ټيکنالوجیکي اوامنیتی برلاسي  د روایت دتپلو لپاره  له لسیزو هڅو وروسته،اوس   د  ؛ هویتي مقاومت ؛ له پیاوړي دیوال سره ئې ډغره خوړلې ده .ایران نه یوازې  یو هیواد چې یو بډائ تمدن لري، تمدنونه ، په بمونواو بمباریو سره  له مینځه نه شي وړل کیدلی،ځکه چې تمدنونه  دملتونو په ډله ایزې حافظې کې ریښې غزولي وي.

په امریکا او چین کې د پاکستان پخواني سفیر سردار مسعودخان هم  پخپلې وینا کې  په نړیوال نظام کې د څو  اړخیز پالنې پر اهمیّت ټيڼګاروکړ اووې وئيل، اوسنئ نړئ له بل هر وخته زیاته  د ډله ایزې ملګرتیا په لور   حرکت  او  له یواړخیزو سیاستونو څخه واټن  اخستوته اړتیا لري.

تاکید بر اهمیت نقش صلح‌جویانه ایران در همایش چندجانبه‌گرایی در پاکستان 

هغه ډيپلوماسي، سوله او خبرېاترې او سیمه ایز تعامل  د چیلنجونو دحل اصلي کِلي وبلله او  دهیوادونو ترمینځ ئې د کلتوري،علمي او اقتصادی   ملګرتیاؤ په پیاوړتیا  ټينګار وکړ.

دذوالفقارعلی بوټو  علمی فاؤنډیشن مدیر سردار  آصف خان هم  پخپلې وینا کې ووئيل؛ په متحده ایالاتو کې د رهبرۍ په زمینې کې جدی چیلنج موجود دي،ډونالډټرمپ  اساسا  دتجارت له حوزې راغلی او  دهغه مرستیال  هغه ځوان کس دی چې لازیاتې تجروبې ته اړتیا لري په مقابل کې په ایران کې  دامریکااوصهیونیسټي رژيم  په وړاندې ولس کلک مقاومت  او استقامت کوي او  د امریکایانو جنګ غواړی دریځ اوغرور ئې  له   ماتې  سره مخ کړی دی او دا تصوّر ئې له مینځه وړی دی چې  هیڅ یو هیواد د امریکا په شان   له یوه نړیوال قدرت سره دمخامخیدنې توان نه لری.

تاکید بر اهمیت نقش صلح‌جویانه ایران در همایش چندجانبه‌گرایی در پاکستان 

 

تاکید بر اهمیت نقش صلح‌جویانه ایران در همایش چندجانبه‌گرایی در پاکستان 

https://www.irna.ir/news/86139873

captcha